د پاکستان پوځي محکمې د ۲۰۲۳ کال د مۍ میاشتې په پېښه کې د تورنو ۱۹ تنو سزاوې بښلې دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۳

د پاکستاني پوځ د رسنيو دفتر نن پنجشنبه ویلي، چې پوځي محکمې د هغو ۱۹ تنو سزاوې بښلې، چې د ۲۰۲۳ کال د مۍ میاشتې په لاريونونو او تاوتريخوالي کې یې لاس درلود.
یوه اوونۍ وړاندې دغې محکمې ۶۰ کسانو ته د لسو، لسو کلو بند سزاوې اورولې وې.

دغه کسان د ۲۰۲۳ کال د مۍ په میاشت کې د پاکستان د پخواني لومړۍ وزير عمران خان د نیولو پر ضد شويو لاریونونو کې تورن شوي وو.
د ای‌ایس‌پي‌ار د معلوماتو له مخې دغو ۱۹ تنو تورنو د خپل قانوني حق له مخې د استیناف غوښتنه کړې وه.
د پوځ د رسنیو دفتر زیاتوي چي په ټوليز ډول ۶۷ تورنو کسانو د استیناف غوښتنه کړې وه چې له هغې ډلې ۴۸ هغه یې د قانوني مراحلو ترسره کېدو لپاره د استيناف محکمو ته د بيا کتنې لپاره استول شوي، او د ۱۹ تورنو غوښتنلیکونه د قانون پر بنسټ منل شوي او سزاګانې یې بښل شوې دي.
د پاکستان پوځ د رسنیو دفتر ویلي، چې تر یو څه قانوني مراحلو وروسته به دغه ۱۹ کسان خوشې شي.
ای‌ایس‌پي‌ار زیاتوي چې د پاتې نورو هغو تورنو کسانو غوښتنلیکونه هم په مناسب وخت کې تر قانوني بهیر تېر او په اړه به یې د محکمې پرېکړه اعلان شي.
په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند پر دغو پلویانو د تېرې اوونۍ پوځي محکمې د پرېکړې په غبرګون کې یوه شمېر بهرنیو هیوادونو او سازمانونو غبرګونونه ښودلي وو، او ویلي و، چې پاکستان د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق له منلو سره، سره دغه ګام اخیستی او دوی یې اندېښمن کړي دي.

نور خبرونه

رادیو