جنرال حميد ته د اسحاق ډار کنایه: د چايو يوې پيالې ترهګرو ته پولې پرانيستې

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۳

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته زرګونه وسله وال بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي. اسحق ډار کابل ته د ای ایس ای د پخواني مشر سفر ته په اشارې سره د کنایې په توګه وپوښتل: «چا له یوې پیالې چای سره پولې بیا ترهګرو ته پرانیستې؟»

اسحاق ډار، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال هم دی، د پنجشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په پاکستان کې د "ترهګرۍ ناسور ټپ" بیا تازه شوی دی. هغه خبریالانو ته وویل: "په پاکستان کې دا ناسور ټپ مخ په ښه کیدو و. ترهګر یا کمزوري شوي و او یا له پاکستانه تښتېدلي وو."

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال په هېواد کې د ترهګرو ډلو بیا راپورته کیدو ته په اشارې سره وویل: «اوس چا د چایو په یوې پیالې سره پولې بیا پرانیستې، مجرمین بیا له زندانونو خوشې شول او ترهګري یو ځل بیا ځواکمنه شوه.»

ښاغلی ډار درې کاله وړاندې کابل ته د پاکستان د استخباراتو د پخواني مشر جنرال فیض حمید سفر ته اشاره کوي. تر دې مخکې هغه په ​​لندن کې یوې غونډې ته په کنایه ویلي و، چې «د یوې پیالې چای څښلو» ونه شو کړای د اسلام اباد امنیتي ستونزې حل کړي. هغه ویلي و: «پاکستان د هغې یوې پیالې چای پرې کوي.»

جنرال حمید د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره نږدې اړیکې درلودې. د خلکو او مسلم ليګ ګوندونو غړي چې اوس په واک کې دي، عمران خان د ترهګرۍ د زياتوالي او د طالبانو په وړاندې د هغه د زغم له امله د تحريک طالبان پاکستان د پياوړتيا مسوول ګڼي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وویل چې "د پولو له پرانیستلو وروسته د پاکستان د تحریک طالبان له ۳۰ څخه تر ۴۰ زرو پورې غړي له افغانستان څخه پاکستان ته ستانه شوي دي."

څه دپاسه درې کاله مخکې، کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت د دوی هرکلی وکړ او د ای ایس ای پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې کابل ته ولېږه.

خو د اسلام اباد د تمې خلاف، د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان تحریک طالبان ته شا نه کړه او د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو په وینا، له درېیو کلونو راهیسې یې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته پناه ځایونه او نورې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

نور خبرونه

رادیو