د کراچۍ امنیتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د مرغومي ۱۲مه ویلي، چې د نوي کال د خوښیو د نمانځلو په ډزو کې د دوو مېرمنو په ګډون ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.
پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز ویلي، چې د کراچۍ پولیسو تر دې وړاندې خلکو ته خبرداری ورکړی و که څوک د ډزو په تور ونیول شو، نو د هغه سزا د یو قاتل په څېر ده او باید قانون ته وسپارل شي.
د افغانستان په ځېر په پاکستان کې هم خلک په اخترونو او نورو مناسبتي ورځو یا د کریکټ او فوټبال ډلو د بري نمانځنه په هوایي ډزو کوي، چې ډیر ځله خلکو ته مرګ ژوبله هم اړوي.