د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق خان وايي، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپلو سفيرانو په کلنۍ غونډه کې د دغه هېواد د بهرنۍ پاليسۍ د لومړيتوبونو په اړه بحث کړی.
نوموړي ويلي، چې دغه مجلس د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير محمداسحاق ډار په مشرۍ تر سره شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سفیرانو په دې ناسته کې د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خپلې ارزونې او نظریات شریک کړل او د ۲۰۲۵ کال او راتلونکو کلونو لپاره یې د پاکستان د بهرني سیاست د لومړیتوبونو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې امنه بلوچ، د بهرنیو چارو وزارت رییسانو او مامورانو ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، اسحاق ډار په خپله پرانېستونکې وینا کې د یوه خوځند بهرني سیاست د لیدلوري په اړه خبرې وکړې چې په دواړو دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړخونو کې فعال وي. هغه د پاکستان د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې سفیرانو ته وړاندیز کړی، چې د پاکستان نړیواله څېره لا پراخه کړي او له نړیوالو شریکانو سره یې اړیکې پیاوړې کړي.
خبرپاڼه وايي، دا غونډه د پاکستان د سفیرانو د کلنۍ غونډې یوه برخه ده چې هدف یې د بهرني سیاست د مختلفو اړخونو بیاکتنه او د اغیزناک پلیتابه په اړه مشورې کول دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان هم پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د پاکستان د سفيرانو د مهمو څو اړخيزو او دوه اړخيزو هدفونو اړوند ناسته کې يې ګډون کړی.
دا کابل ته له سفر وروسته څوومه ناسته ده چې محمد صادق پکې ګډون کوي.
نوموړي لیکلي، چې په دې ناسته کې په ۲۰۲۵ کال کې د سيمه ييزو او نړيوالو پرمختګونو، پاليسیو د لومړيتوبونو او د خپلو چارو د ارزونې اړوند بحثونه وشول.
صادق خان ويلي، چې په دې ناسته کې د بهرنۍ تګلارې د مختلفو اړخونو پر همغږۍ او تطبیق هم ټينګار وشو.