پاکستاني رسنۍ: پاکستان ته په ناقانونه توګه د اوښتو په تور ۷۲ تنه افغانان نیول شوي دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۲

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د بلوچستان په «چاغۍ» ولسوالۍ کې هغه ٧٢ تنه افغانان نيولي چې له افغانستانه په ناقانونه توګه پاکستان ته اوښتي وو.

د چاغۍ سیمې یو تن امنیتي چارواکي ډان نیوز ته ویلي، چې دغو افغانانو له ځان سره قانوني اسناد نه لرل.
د نوموړي په وینا، دغه کسان یې تر څېړنو او پوښتنو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنولي دي.
هغه وويل: «پاکستان له افغانستان سره په خپلو سرحدي سيمو کې د ناقانونه تګ راتګ د مخنيوي لپاره امنيتي تدابير سخت کړي دي.»
د پاکستاني چارواکو په وینا، په ۲۰۲۴کال کې د دوی له‌خوا ۱۰ ګډ عملیات ترسره شوي چې په پایله کې یې د چاغۍ ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه د ۲۷۷۹ نارینه، ۳۳۶ مېرمنو او ۲۹۰ ماشومانو په ګډون درې زره او ۸۲۶ تنه افغانان نیولي دي.
وړمه وځ هم د اسلام اباد پولیسو په دغه ښار کې هغه افغانان نیولي و، چې په دغه ښار کې یې د اوسېدو د اجازه لیک ( اېن او سي) اخیستو لپاره یوې رسمي ادارې ته ورغلي وو.

د سرچینو په خبره، د دغو نیول شویو کسانو شمېر شاوخوا ۷۰ تنو ته رسېدو.

نور خبرونه

رادیو