د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور خبر ورکړی، چې د کورمې ستونزه هواري ته نږدې شوې ده.
د هغه په خبره: «موږ به دا ستونزه هواره کړو.»
ښاغلي ګنډاپور دغه څرګندونې پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال کړې دي.
علي امين ګنډاپور ویلي، چې په کورمه کې د امن مسله د ۵۰ کالو راهسې روانه ده.
هغه وایي، صوبه کې د امن راوستل د دوی کار دی.
هغه وویل، چې د کورمې ستونزه حل ته نږدې شوې او دوی دغه ستونزه په چورلټ ډول هواروي.
تېره ورځ هم په خیبر پښتونخوا کې حکومتي چارواکو ویلي و، چې په کورمې ولسوالۍ کې د رامنځته شوې قبیلوي او مذهبي شخړې ښکېلې خواوې ښایي سې شنبه د (مرغومې ۸مه) د سولې تړون لاسلیک کړي، چې ورسره به په سیمه کې رامنځته شوی ناورین پای ته ورسېږي؛ خو لا د دغې هوکړې په اړه بیا څه نه دي ویل شوي.
په کورمه کې له دوه میاشتو زیاته موده وشوه، چې دوه ښکېلې غاړې یو بل ته لاس په ماشه دي او د دغه کړکېچ له امله کورمې ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې چې ورسره په سیمه کې د خوړو او سون توکو کموالي او نشتوالي ولسي خلک له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړي دي.