پاکستاني طالبانو په باجوړ کې پنځه امنیتي پوستې نیولې دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۲

د خیبر پښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې د باجوړ استازی وايي، چې پاکستاني طالبانو په تېرو څو ورځو کې په دې ولسوالۍ کې پنځه امنیتي پوستې نیولې دي او د افغان طالبانو بیرغونه یې پرې رپولي.

دسه شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت اسمبلۍ پر امنیتي وضعیت ځانګړې ناسته درلوده.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په بیړنۍ ناسته کې چې امنیه قوماندان د امنیتي وضعیت په اړه پکې معلومات ور کول، له باجوړ نه د تحریک انصاف غړي انور زیب خان وویل، چې وسله والو طالبانو د ده په انتخابي حوزه کې پنځه امنیتي پوستې نیولې دي.

د بابر سلیم سواتي په مشرۍ د اسمبلۍ ناستې ته په وینا کې انور زیب وویل چې نږدې ۴۰۰ وسله والو د بانډه ملاسید په سیمه کې پوستې نیولې دي، د «امارت اسلامي افغانستان» بیرغونه یې پورته کړي او د هغوی په ملاتړ یې شعارونه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه، چې د نیول شویو پوستو ویډیوګانې، چې وسله والو ثبت کړې دي، پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې دي.

دوه ورځې وړاندې پاکستاني طالبانو یوه ویډیو خپره کړه، چې ښيي د سالارزو په سیمه کې یې یوه امنیتي پوسته نیولې ده.جنګیالي د پوستې له نیولو وروسته ناڅي او خوښيي ښيي.

د ده په وینا، دا پوستې د بانډه ملاسید په سیمه کې دي، چې له ډیورنډ کرښې لرې پرته ده. هغه د پوښتنې په دود وویل، چې څنګه دومره زیات شمېر وسله وال له اغزن تار نه را واوښتل.

انور زیب وویل چې امنیتي ځواکونو د سیمې خلکو ته ویلي چې خپل کورونه پرېږدي څو د جنګیالیو پر ضدپوځي عملیات ترسره شي.

هغه د سیمې د خلکو وضعیت بیان کړ او ویې ویل، « دوی له کډې کولو پرته بله لاره نه لري».

د اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي د انور زیب پر څرګندونو اندیښنه وښوده او ویې ویل چې باید دا روښانه شي چې څنګه دومره زیات وسله وال په دومره اسانۍ سره دې سیمې ته راغلل.

د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د اپوزیسیون غړي احمد کریم کُنډي وړاندیز وکړ چې د امنیتي حالاتو د څېړلو لپاره دې د حقیقت موندنې او پخلاینې یو کمېسیون جوړ شي، چې معلومه کړي څوک ترهګرۍ ته وده ورکوي او مرسته ورسره کوي.

ټاکل شوې نن (چارشنبه) دا موضوع بیا وڅیړل شي.

نور خبرونه

رادیو