‏طالبان: له ایران او پاکستانه تر سلو ډېرې کورنۍ راستنې شوې

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۱۲۲ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د دغه اژانس د خبر له مخې، دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې راستنې شوې دي.
راپور زیاته کړې، چې د دغو راستنو شویو کډوالو له ډلې د تورخم له لارې ۱۷، د سپین بولدک له لارې ۱۳، د ورېښمو پله له لارې ۲۳ او د اسلام کلا له لارې ۶۹ کورنۍ راستنې شوې دي.
د دغه راپور په وروستۍ کرښه کې راغلي، چې ۷ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
تېره ورځ هم د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي و، چې په تېرو نهو میاشتو کې تر یو مېلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړي ویلي و، چې دغه کډوال هم په خپله خوښه او هم په زور ستانه کړای شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ستانه کړای شوي دي.

نور خبرونه

رادیو