د ګلګت بلتستان پخوانی سر وزیر امنيتي ادارو ته د ګواښ له امله په ۳۴ کاله بند محکوم شو

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۱

د پاکستان د جیو ټلوېزیون د خبر له مخې د ګلګت بلتستان د ترهګرۍ ضد محکمې د دې ایالت پخواني سر وزیر خالد خورشید ته د ۳۴ کلونو بند سزا ور کړه.

د ګلګت بلستان ترهګرۍ ضد محکمې د پخواني سر وزیر پر ضد امینتي ادارو ته د سختو ګواښونو دوسیې پرېکړه اعلان وکړه.

د پاکستان د جیو ټلویزیون خبر زیاتوي چې عدالت د جرم ثابتيدو نه پس د پخواني سر وزیر خالد خورشيد ته د ۳۴ کالو بند سزا اورولې او هغه ته یې د بند ترڅنګ شپږ لکه کلدارې هم جریمه کړی دی.

د پاکستان محکمې د پخواني سر وزیر شناختي کارډ هم بلاک کړی دی او پولیسو ته یې امر کړی چې نوموړی مجرم ونیسي او زندان ته یې انتقال کړي.

پخواني سر وزیر د روان کال مې میاشت کې په یوه جلسه کې د امنيتي ادارو پر ګواښولو تورن شو.

د نوموړي پر ضد د ګلګت د ښاري پولیسو حوزه کې د ترهګرۍ ضد قانون لاندې دوسیه ثیت شوې وه.

نور خبرونه

رادیو