‏ طالبانو په واخان کې د پاکستاني ځواکونو شته والی بې‌بنسټه ادعا بللې ده

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۱

په بدخشان ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په واخان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د شته والي ادعاوې بې‌بنسټه بللې دي.

‏په دغه ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، چې په واخان کې تر دې دمه د پاکستاني پوځیانو د شته والي په اړه هېڅ راپور نه دی ترلاسه شوی.
تر دې وړاندې په خواله رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرېدې، چې ګواکې د افغانستان واخان سیمه پاکستاني پوځ نیولې او یا یې نیسي او پاکستان غواړي چې د واخان سیمه د دغه هېواد برخه وګرځوي.
خو احسان‌الله کامګار بیا ویلي، چې د دغې ډلې امنیتي ځواکونه په پوله کې د هر ډول بهرني ځواک پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.
د واخان او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو په اړه د خوست پخواني والي حلیم فدایي پر اېکس پاڼه لیکلي: «په دې کار پاکستان هڅه کوي، چې نیابتي ملیشې جوړې او په خپله امنیتي خپلواکي کنټرول وساتي.»
له بل پلوه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم وايي، واخان ته لاسرسی او ترلاسه کول یې د پاکستان پخوانۍ هیله ده؛ خو په دې کې به هیڅکله بریالی نه شي.
واخان دهلیز د افغانستان په بدخشان ولسوالۍ کې یوه ستراتیژیکه سیمه ده، چې افغانستان او چین د ځمکې له لارې سره نښلوي.

نور خبرونه

رادیو