د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د چرګانو ساتنې پروګرام د افغان کورنیو د ژوند ښه کولو او د مېرمنو د لاسنیوي لپاره ګټور ثابت شوی.
دغه سازمان وايي، د چرګانو صنعت د افغان ښځو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته کړې ده.
دغه سازمان په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۸ زره او ۸۳۶ کورنیو سره مرسته کړې او هغوی ته یې چرګې، د چرګانو خوراک، درمل او اړین روزنیز پروګرامونه برابر کړي دي.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې په دې پروګرام کې له ۵۵۷ زرو زیات چرګان واکسین شوي، چې له دې سره نه یوازې د کورنیو خوراکي اړتیاوې پوره شوې، بلکې مېرمنو ته یې د ګټې وټې د لاسته راوړلو یوه لاره هم برابره کړې ده.
د خوړو او کرنې اداره زیاتوي له دې پروګرام یې موخه دا ده چې اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي او مېرمنې له اقتصادي اړخه پیاوړي کړي، څو خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.
د افغانستان په کلیوالي سیمو کې مېرمنې د خپلو کورونو دننه د چرګانو د ساتنې کوچني فارمونه لري چې د هګیو څخه یې هم د خپلو کورنیو مالي ملاتړ کوي.
که څه هم په افغانستان کې د چرګانو او هګیو د تولید صنعت خورا وده کړې، خو د کورنیو چرګانو او هګیو ته د هېواد دننه ځانګړی ارزښت ورکول کېږي.