پاکستانی چارواکی: پاکستان یوازینی هېواد دی، چې د شاوخوا درې مېلیونه افغان کډوالو کوربه دی

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۹

په پاکستان کې د ایالتونو، سرحدي سیمو، کشمیر او د ګلګېت بلتستان د چارو وزیر امیر مقام ویلي، حکومت یې د افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدو ته هڅولی دی.

هغه وايي، د پاکستان حکومت دې له افغان کډوالو سره له سختۍ کار نه اخلي.

نوموړي په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې تر اوسه پورې د شاوخوا درې مېلیونه افغان کډوالو کوربه دی او له ۱۹۹۰ کال راهیسې ورته هر ډول بنسټیزې اسانتیاوې برابروي.
هغه دارنکه د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو ترینګتیاوو ته په اشارې سره وویل، چې سوله‌ییز افغانستان د پاکستان په ګټه دی او د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.
وفاقي وزير د بهرنيو مرستندويه ادارو د مرستې ستاینه وکړه او هيله یې څرګنده كړه، چې نړۍواله ټولنه او بهرنۍ مرسته كوونكي به دغه مېليونونه افغان كډوال په پاكستان كې يوازې نه پرېږدي او مرستې به يې جاري ساتي.
دغه ځرګندونې داسې مهال کېږي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د روان کال (د وږي له ۲۴مې د لېندۍ تر ۱۰مې) پورې له ۷۸۳ زرو ډېر کډوال له پاکستانه بېرته ستنېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو