د افغانستان لپاره د پاکستان مخکیني ځانګړي استازي اصف دراني د پاکستان او افغان طالبانو وروستۍ جګړې ته په اشاره ويلي، چې د طالبانو وروڼه او ملګري باید له دې «درس» واخلي.
نوموړي پرخپله اېکس پاڼه ليکلي، چې ټي ټي پي يې سره کرښه ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې د پاکستان طالبانو تحريک ددوی سره کرښه ده او هیچاته باید اجازه ورنه کړل شي، چې له دې کرښې تېر شي.
نوموړي پر ديورنډ کرښه د طالبانو د جنګیالیو او پاکستان وروستۍ جګړې ته په اشارې لیکلي: « که څه هم وروستۍ جګړه ښه نه ده خو باید د افغان طالبانو ملګرو او وروڼو ته یو درس وي».
پاکستان د سې شنبې په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د جټ الوتکو هوايي بريد وکړ، چې د طالبانو په وینا، په دغه بريد کې وزیرستاني بې ځایه شوي په نښه شوي او ۴۶ ملکي کسان پکې وژل شوي دي.
پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې «مشکوک ترهګر» وژلي دي.
د پاکستان د بریدونو په مقابل کې طالب ځواکونو په پکتیا او خوست کې له ډیورنډ کرښې سره په کورمه او وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه کړې.