د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري وویل، چې امریکا نه غواړي یو مسلمان هېواد اټومي ځواک ولري. د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان یوه بهانه ده او د دوی اصلي موخه د پاکستان اټومي پروګرام دی.
زرداري د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو د وژل کېدو د ۱۷م تلین د نمانځنې پر مهال وویل:« د نړۍوالې توطيې په وړاندې د مبارزې لپاره بايد يو موټى واوسو، سياست ته غاړه کېږدو او د پاکستان لپاره فکر وکړو، ذوالفقار بوټو اسلامي بم جوړ کړ دا د هغه ستر جرم و، شهيدې بېنظير بوټو پاکستان ته د ميزايل ټيکنالوجۍ ډالۍ کړه.»
بلاول زیاته کړه: «امریکا په دې وروستیو کې بندیزونه لګولي دي، دوی غواړي چې هېڅ مسلمان هېواد اتومي ځواک ونه لري، مګر تر څو چې پيپلز ګوند موجود وي موږ به د اټومي پروګرام او میزایل ټیکنالوجۍ په اړه د خبرو اترو اجازه ورنه کړو او امریکا د پاکستان له ډیموکراسۍ سره هېڅ لېوالتیا نه لري.»
تر دې وړاندې، د پاکستان لومړی وزیر د دغه هېواد اټومي پروګرام په هکله د واشنګټن اندېښنو ته په ځواب کې ویلي و، چې دا پروګرام د سوله ییزو موخو لپاره دى او پرې هېڅ جوړجاړي به و نه کړي. شهباز شریف ویلي و، ٢٤٠ ميليونه پاکستانيان په دې یوه خوله دي، چې اټومي پروګرام یې د ځاني دفاع لپاره دی او د هېچا پر ضد نه دی.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینز د تېرې لیندۍ میاشتې په ۳۰مه وویل، چې پاکستان د اوږد واټنه بالسټیک توغندیو په جوړولو بوخت دی او دا توغندي د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر هدفونه په نښه کولی شي.
نوموړي ویلي و ، چې د پاکستان توغندیز ځواک د امریکا لپاره ګواښ دی.