ملګرو ملتونو په بلخ کې د ښځو د اقتصادي ملاتړ په موخه د غالیو اوبدلو ځانګړی مرکز جوړ کړی

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۷

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي چې بلخ کې یې د ښځو د اقتصادي ملاتړ په موخه د غالیو اوبدلو ځانګړی مرکز جوړ کړی.

دغه سازمان ويلي، چې د یاد مرکز له لارې به سل ښځې د غالیو په اوبدلو او پروسس سره د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یونسیار وایي، اوس مهال په دغه مرکز کې ۱۰۰ ښځې د غالیو د اوبدلو تر څنګ د پروسس پر چارو بوختې دي.

د یاد سازمان په وینا؛ دغو مېرمنو پخوا په کورونو کې کار کاوه چې د روښانه او ارام کار ځای د نه شتون له کبله له ستونزو سره مخ کیدلې.

دغه مرکز په دوه برخو ویشل شوی چې یوه برخه کې یې اوبدل شوې غالۍ تراشل کېږي او بل دوړې یې پاکېږي، څو د پلور لپاره چمتو شي.

یونسیار په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دغه مرکز له یادو ښځو سره مرسته کوي، څو خپل توکي په ښو بیو وپلوري.

د بي بي نسیمې په نوم د مزار شریف ښار یوه غالۍ اوبدونکې د دې مرکز په جوړیدو خوښي څرګندوي.

هغه زیاتوي: «پخوا مې کور کې غالۍ اوبدلې، داسې مناسب ځای مې نه درلود او له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ ګټم.»

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له لوري‌ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د غالیو اوبدلو په برخه کې دا ډول مرکزونه پرانیستل شوي ؛خو د ښځینه غالیو اوبدونکو په ژوند کې یې د پام وړ بدلون نه دی راوستی.

د نړۍ په بازارونو کې د افغان ښځو په لاسونو اوبدل شوې غالۍ په لسګونه زره ډالرو پلورل کېږي ؛خو غالۍ اوبدونکو ښځو ته یې ایله دومره ګټه رسېږي چې خپلې کورنۍ پرې مړې وساتي.

همدا راز د طالبانو په واکمن کیدو سره له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د غالیو د لېږد بهیر هم ټکنی شوی چې د غالیو اوبدونکو روزګار هم ورسره یو څه تت شوی دی.

غالۍ د افغانستان له پخوانیو صنعتونو څخه شمېرل کېږی چې شمالي ولایتونه یې د اوبدلو مهمې سیمې بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو