د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.
تېر کال د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي وو، چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.
د پاکستان د پوځ ویاند ټینګار وکړ، چې پاکستان به د ترهګرو د ځپلو او د خپلو اتباعو د امنیت د تامینولو لپاره له هیڅ اقدام دریغ ونه کړي.
احمد شریف چودري په دغه کنفرانس کې وویل: «پاکستان تل د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره ډېر کار کړی او په دې برخه کې یې اساسي رول لوبولی دی. همدارنګه، موږ د اوږدې مودې لپاره د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی دی.»
د پوځ دغه چارواکي زیاته کړې، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې دننه فعالې دي او تاسیساتو او امکاناتو ته لاس رسی لري.
هغه وویل: «له دې هڅو سره سره، ترهګر په منظم ډول له افغانستان په پاکستان کې دننه بریدونه کوي، کره شواهد ښیي، چې د ترهګريزو اعمالو ریښې په افغانستان کې د دغو ډلو خوندي پټنځیو ته ځي.»
د سې شنبې په ورځ د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو پاکستاني هوايي جټ الوتکو بريدونه وکړل.
طالبانو ویلي، چې په دغو بریدونو کې ۴۶ تنه وژل شوي دي.
طالبان وايي، چې د دغو بریدونو قربانیان د وزیرستان کډوال دي.
پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه، چې دغه هېواد له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه پر ترهګرو بریدونه کړي دي.
چودري په سیمه کې د امنیت پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل، چې د ترهګريزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره لا جدي اقدامات او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر د کابينې په غونډه کې د طالبانو له ادارې وغوښتل، چې د پاکستاني طالبانو تحریک پر وړاندې قاطع سیاست غوره کړي.
شهباز شریف ویلي طالبان باید د ټي ټي پي په وړاندې واضح دریځ غوره کړي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز تېر کال وویل: «د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.»
عاصم منیر طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې «موږ حاضر یو، چې هر څه قرباني کړو»