د پاکستان پخوانی دیپلومات رستم شاه مومند د ۸۲ کلونو په عمر ومړ

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۷

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند د جمعې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله په پېښور کې ومړ.

نوموړی له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۵ په کابل کې د پاکستان سفير و.

د پاکستاني رسنیو د مالوماتو له مخي، رستم شاه مومند په افغانستان کې د پاکستان سفير، یو مهال د پاکستان د کورنيو چارو وزير او په پېښور کې د افغان کډوالو کمېشنر هم پاتې شوی وو.

هغه د پښتونخوا سر وزير او یو مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند له مشرانو هم ګڼل کېده.

مومند د طالبانو سره د مذاکراتي ټيم یوه برخه هم وه.

نوموړي د افغانستان او پاکستان په اړه زيات مالومات لرل، مقالې يې ليکلې او هم به يې په رسنيو کې په ورته موضوعاتو خپل نظرونه وړاندې کول.

رستم شاه مومند د پېښور او لندن په پوهنتونونو کې زدکړې کړې وې او د پاکستان له فعالو سفيرانو شمېرل کېده.

مومند په ۱۹۴۲ کال کې زېږېدلی او اصلي د چارسدې د ډهکې سيمې اوسېدونکی و، چې نن یې د پېښور په شامي سړک کې جنازه خاورو ته وسپارل شوه.

نوموړی دوه زامن او دوې لوڼې تر شا پرېښولې.

نور خبرونه

رادیو