طالبانو د هرات په کورسونو کې تر شپږم ټولکي د پورته نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۴

په هرات کې د طالبانو د پوهنې رییس رحمت الله جابر نن په یوه مکتوب کې ویلي، د دغه ولایت په کورسونو کې تر شپږم ټولګي د پورته نجونو زدکړې منع دي.

دغه طالب چارواکي ویلي، د دې ډلې د مشر د حکم له مخې، کورسونو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې زدکړې نشي کولی.

نوموړي د هرات د پوهنې امریت ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې په دې اړه دې د دغې ډلې د مشر د حکم پر بنسټ عمل وکړي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په تړل کېدو سره د هرات په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې نجونو په کورسونو کې خپلو زدکړو ته ادامه ورکړې وه.

په تېرو میاشتو کې طالبانو په هرات کې د نجونو د زدکړو یو شمېر ښوونیز کورسونه هم وتړل.

طالبان ګام په ګام د نجونو پر زدکړو بندیزونه زیاتوي.

دې ډلې په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونې زدکړې بندې کړې.

تېر کال یې د نجونو پر پوهنتوني زدکړو بندیز ولګاوه او میاشت مخکې یې د دوی منځنۍ طبي زدکړې هم وځنډولې.

نور خبرونه

رادیو