د پاکستان سیاسي کړکېچ؛ خلیلزاد د عمران خان د خوشې کولو لپاره پر پوځ د فشارونو غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۴

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا له حکومته غواړي چې پر پاکستان دې فشارونه زیات کړي، چې له تحریک انصاف ګوند سره پخپل چلند کې نرمښت راولي.

هغه ویلي‌ چې د پاکستان پوځ باید د فشارونو له لارې مجبور کړای شي چې له یاد ګوند سره انډولیزې سیاسي هوکړې وکړي‌ او پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم له زندانه خوشې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د پاکستان د یوې پوځي محکمې له لوري د عمران خان د ګوند د ۲۵ پلویانو د محاکمه کیدلو غندنه کړې. زلمي خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه دریځ څخه هم خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
خلیلزاد همدا راز په دې وروستیو کې د پاکستان دننه نا امنیو ته په اشارې د دغه هېواد امنیتي وضعیت هم خورا ترینګلی بللی دی.
پاکستان په دې وروستیو کې په کور دننه له یو شمېر سیاسي لانجو کونجوسره مخ دی چې تر ټولو لوی هغه یې له تحریک انصاف ګوند سره روانې کشالې دي او همدا راز په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني‌ طالبانو د بریدونو ډېریدل ورته بیا یو بل سرخوږی بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو