طالبانو په فاریاب کې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په دورو وهلې

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۳

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په فاریاب کې یې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلې ده.

پر طالبانو له نړۍوالو نیوکو سره دغې ډلې په عام محضر کې د سزاګانو لړۍ روانه ساتلې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبه د (مرغومي درېیمه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ ابتدایه محکمې یوه ښځې ته «له کوره د تېښتې» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو ته بدني سزاګانې په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د فاریاب ولایت پشتونکوټ ولسوالۍ ابتدایه محکمې په عام محضر کې پر یوې ښځې عملي کړه.

په خبرپاڼه کې د تورنې ښځې د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو دغه تورنه ښځه په یوکال تنفیذي بند سزا محکومه او ۳۹ دورې وهلې ده.

که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.

نور خبرونه

رادیو