د افغاستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د پاکستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي.
نوموړي په دغه هیواد کې وروستۍ امنیتي پېښې د اندېښنې وړ بللې دي.
زلمي خلیلزاد د پاکستاني طالبانو له لوري په روانه اوونۍ کې د ۱۶پاکستاني پوځیانو وژل کیدو ته په اشارې سره ویلي چې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دغه جګپوړی امریکایي ډیپلوماټ پر پاکستاني پوځیانو د طالبانو دغه بریدونه د لویې ناکامۍ تر څنګ د دغه هېواد لپاره ستر زیان بولي.
زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه د پوښتنې په ډول لیکلي چې ایا پاکستان د روانې نا امنۍ په تړاو یو ملي بحث ته اړتیا لري؟
خو د پاکستان حکومت او پوځي چارواکو لا د زلمي خلیلزاد داسې ټویټ ته غبرګون نه ښودلی.
تر دې پخوا هم زلمي خلیلزاد په پاکستان کې پر امنیتي ننګوونو او د دغه هېواد پر سیاستونو لانجمنې څرګندونې کړې دي چې د پاکستاني سیاستوالو له توند غبرګون سره مخ شوې دي.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونه تر پخوا ډېر شوي او هره ورځ د خیبرپښتونخوا او بلوچستان له بېلابېلو سیمو څخه د پوځیانو د وژل کیدو راپورونه ترلاسه کېږي.