د افغان ښځو په چارو کې د امریکا استازې ویلي، چې د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شویو بندیزونو نړۍ له سخت ازمېښت سره مخ کړې ده.
رینا امیري وايي: «که موږ د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ کې پاتې راغلو، له افغانستانه بهر به د ښځو او نجونو حقونه له ګواښ سره مخ شي.»
اغلې امیري په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز او په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز د دویم کال پوره کېدو په مناسبت په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «طالبان له ۸۰ څخه د زیاتو جنسیتي تبعیض تګلارو په پام کې نیولو سره ښځې او نجونې له ازادۍ، خوځښت او زدهکړو څخه محروموي. او ان له روغتیایي خدمتونو یې هم بې برخې کړې دي.»
په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي، چې د ښځو د بریا د تضمین لپاره باید له دوی ملاتړ وشي.
هغې ټینګار وکړ چې افغان نارینه باید په کور دننه او بهر د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي.
په ورته وخت کې رینا امیري لیکلي چې «نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره په هر ډول جوړجاړي کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.»
د امریکا استازي د طالبانو دغه کړنې له وحشته ډکې وبللې او ویې ویل چې نړۍواله ټولنه، مرستندویه هېوادونه، تعلیمي ادارې او خصوصي سکتور باید په ځانګړي ملاتړ د افغان ښځو او نجونو لیوالتیا او وړتیا پیاوړی کړي او هغوی ته سرچینې، ټکنالوژۍ او د زدهکړو زمینې تر څنګ د کار کولو وسایل او اقتصادي فرصتونه برابر کړي.
رینا امیري وايي، «تر څو چې د افغان ښځو او نجونو هیلې کمرنګه وي افغانستان به په تیاره کې پاتې شي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په یوه پیغام کې پر ښځو د بندیزونو د ژر لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ښځې او نجونې د یوه باثباته او سوله ییز افغانستان اصلي محور دي