د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په ګډون چارواکو ایپېکس کمېټه کې د کورمې ولسوالۍ د وضیعت په اړه ناسته کړې.
په دغه ناسته کې په کورمه کې د خلکو له لوري د جوړو شوو مورچو د ړنګولو او د وسلو ټولولو پرېکړې شوې دي.
د پاکستان جیونیوز د جمعې په ورځ راپور وکړی، چې د ایپیکس کیمټې په دغه ناسته کې د کورمې ولسوالۍ د وضیعت د کابو کولو او د امن جرګې پر ورستیو لاسته راوړنو په خبرې شوې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسین نقوي د پښتونخوا سر وزیر ګنډاپور ته د کورمې ولسوالۍ د وضیعت د کابو لپاره د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې او ویلي دي، چې په کورمه ولسوالۍ کې د روان وضیعت کنټرولول یې لومړیتوب دی.
پر همدغه مهال ایپیکس کمیټي په کورمه ولسوالۍ کې د خونړیو پېښو د مخنیوي، په موخه د خلکو له لورې د جوړ شویو مرچلونو د له منځلو وړلو پرېکړه هم کړېده او ویلي یې دي، چې له خلکو د وسلو د راټولولو په اړه یې خبرې روانې دي.
سرچینو ویلي، چې د ایپیکس کمیټې په دغه ناسته کې په کورمه ولسوالۍ کې د شخصي خلګو له لورې د وسلو پر ګرځولو هم د بندیز لګولو پرېکړه شوي ده.
پر همدغه مهال د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، چې د کورمې ولسوالۍ د وضیعت کابو کولو لپاره به ټول توان په کار واچوي او په یاده ولسوالۍ کې د روان تاوتریخوالي د کابو کولو پر سر باید هیڅ ډول سیاسي چلند ونه شي.
د کورمې ولسوالۍ په اړه د پاکستان د لوړپوړو حکومتي چارواکو دا ناسته پر داسې مهال کیږي، چې له شاوخوا ۷۰ ورځو را دغه ولسوالۍ ته ټولې غځیدلې لارې تړل شوې، په ښارونو کې د خوراکي او سون توکو د کموالي او نشتوالي له امله خلک له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شویدي.
د ځینو راپورونو له مخې چې د درملو د کموالي له امله د ۲۹ ماشومانو په ګډون ۶۰ کسان په روغتونونو او کورونو کې مړه شوي دي.