په داسې حال کې چې د طالبانو مشر د نجونو لپاره طبي زدهکړې بندې کړې، د دغې ډلې لوی درستیز په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې افغانستان نارینه او ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لري.
فصيح الدين فطرت وايي: «په يوه نظام کې د طب علم زدهکړه فرض عین ده.»
د طالبانو د لوی درستیز رسنیز دفتر د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي فطرت دغه څرګندونې د طالبانو د دفاع وزارت د طبي علومو قوماندانۍ د اکاډمۍ په غونډه کې وکړې.
د طالبانو مشر ملا هبتالله په دې وروستیو کې تعلیمي موسسو ته امر کړی چې په خپلو بسټونو کې د ښځو له منلو ډډه وکړي.
ځینو تعلیمي موسسو ویلي چې د وروستیو ازموینو د اخیستلو تر وخته به دوی به خپل فعالیت ته دوام ورکړي تر هغې چې دوی لیکلي مکتوبونه نه وي ترلاسه کړي.
د نجونو پر مخ د طبي موسسو د دروازو تړل کورني او بهرني غبرګونونه را پارولي او پر طالبانو سختې نیوکې هم شوې دي.
تر دې مخکې طالبانو تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي وو