د بښنې نړیوال سازمان: طالبان باید ژر تر ژره د جنسیت ځورونې سیستم پای ته ورسوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۷

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري له طبي زدکړو د افغان نجونو او ښځو د منع کېدو په غبرګون ویلي، چې په دې کار سره به په افغانستان کې د زدکړو وروستۍ دروازه هم وتړل شي.

دا سازمان وايي، طالبان باید سملاسي د جنسیت پر بنسټ د ځورونې سیسټم پای ته ورسوي.

د بښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ (د لېندې ۲۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:«طالبانو په افغانستان کې ښځې د طبي او نیمه مسلکي زدکړو څخه منع کړې دي. دا به په افغانستان کې د زدهکړو وروستۍ پاتې لاره وتړي.»

طالبانو څو وورځې وړاندې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټېټونو دروازې بندې کړې.

د طالبانو دغه ګام ته ګڼو هېوادونو، د بشري حقونو او ښځو ملاتړو سازمانونو سخت غبرګونونه وښودل.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د اورپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلوسن له افغانستان څخه تر پنځه ورځنې سفر وروسته په خپل راپور کې ویلي و، د نجونو د طبي زدکړو د ۱۸۰ مرکزونو د بندیدو په اړه یې هم خپله ژوره اندیښنه د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي کبیر سره شریکه کړې ده.

خو په دغو لیدونو کې د طالبانو هیڅ چارواکي د نجونو پر مخ د طبي زدکړو د مرکزونو بندېدو او له دریو کالو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو تړلو په اړه وضاحت نه دی ور کړی او نه هم طالب چارواکو د یادو پرېکړو د بېرته اخیستلو په اړه کوم دلیل درلود.

نور خبرونه

رادیو