ګنډاپور: اسلام اباد غواړي له افغان طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۷

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلي امین ګنډاپور ویلي، چې اسلام اباد په افغانستان کې له طالبانو سره مخامخ خبرې غواړي.

نوموړي د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پر حکومت نیوکه وکړه، چې پخوا یې له طالبانو سره د مخامخ خبرو له وړاندیز سره مخالفت کړی و.
پاکستان په وار - وار له افغان طالبانو غوښتي، چې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو د بریدونه مخه ونیسي، خو دا غوښتنه یوازې د رسنیو پر مخ وه او مخامخ رسمي خبرې تر اوسه په دې اړه نه دي ترسره شوي.
وسله وال بريدونه تر ډېره په خيبر پښتونخوا کې شوي او په دې ولايت کې يې د ناکراريو کچه ډېره کړې ده.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی د وږي په ۱۵مه له اسلام آباد څخه غوښتنه کړې وه، چې د دې ایالت په اړه د طالبانو سره د وسله والو د تاوتریخوالي په اړه د خبرو اترو اجازه ورکړي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، بیا ویلي، چې د ګنداپور خبرې د طالبانو سره د پاکستان د تجزیې معنا لري.
د ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرون رسنیو ته ووی،ل چې د هغه غوښتنه د افغانستان سره د مستقیمو خبرو لپاره رد شوه او د هغه څرګندونې په ناسم ډول تفسیر شوې دي.
ګنډاپور ویلي، چې طالبانو سره مخامخ خبرې اترې د ګاونډي هېواد په توګه ضروري دي.
ګنداپور د پاکستاني طالبانو فعالیت ته په اشارې سره وویل، چې شاوخوا ۱۶ تر ۱۸ زره پاکستاني طالبان په پاکستان کې او ۲۲ تر ۲۴ زره بیا په افغانستان کې فعال دي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي و، چې هېڅ ایالت د بهرني هېواد سره د خبرو اترو صلاحیت نه لري.
هغه ګنډاپور تورن کړ، چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.
عمران خان چې د پاکستان تحریک انصاف مشر دی او اوس په بند کې د ګنډاپور د دغه خبرو ملاتړ کړی، چې د افغان طالبانو سره دې د پاکستاني طالبانو په اړه خبرې اترې وشې

نور خبرونه

رادیو