ګنډاپور وايي اسلام اباد له افغانستان سره د ستونزو اواري لپاره جدي ګامونه نه اخلي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۵

د خیبر پښتونخوا والي وايي، د پاکستان فدرالي حکومت له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د ستونزو اواري لپاره جدي ګامونه نه اخلي.

ګنډاپور په پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال تور ولګاوه چې اسلام اباد په دې برخه کې پاموړ اقدام نه دی کړی.

علي امین ګنډاپور د لړم پر ۲۴مه په پېښور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې خیبر پښتونخوا هره ورځ د سولې لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو قرباني ورکوي.

ګنډاپور په امنیت او ترهګرۍ ضد جګړه کې د خیبر پښتونخواپر سرښندنو هم رڼا واچوله او له افغانستان سره د اوږدې کرښې له امله یې دغه ایالت ته د اوښتو پراخو زیانونو یادونه وکړه. هغه وويل: « موږ پر پوله له ترهګرۍ تر ټولو ډېر اغېزمن یو، زموږ پوليس او امنيتي ځواکونه هره ورځ د سولې د ټینګښت لپاره قربانۍ ورکوي، خو په فدرالي کچه دغو هڅو ته پام نه دی شوی».

هغه زیاته کړه، چې خېبر پښتونخوا په پرله‌پسې توګه له افغانستان سره د رغنده خبرو پر اړتیا ټینګار کړی، خو اسلام اباد په دې برخه کې کافي هوډ نه دی ښودلی.

ګنډاپور د خپل حکومت لاسته راوړنې هم وشمېرلې. هغه وویل چې له بې ثباتیو سره سره، خېبر پښتونخوا په تېرو نهو میاشتو کې خپل عاید ۴۴ سلنه ډېر کړی او د نړیوال وجهي صندوق اهداف یې پوره کړي دي.

نوموړي د پراختیايي پروژو په برخه کې د کانونو ښه مدیریت لپاره د یوې ځانګړې کمپنۍ جوړول او د ځایي بریښنا د لیږدونې لپاره د بریښنا تارونو د جوړولو هڅې یادې کړې.

ګنډاپور د پاکستان تحریک انصاف له بنسټګر عمران خان نه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د هغه حکومت د خان د لارښوونو تعقیب ته ژمن دی، چې د مدني نافرمانۍ امکان هم پکې شامل دی.

هغه زیاته کړه، « موږ په بشپړ ډول تیار یو چې د خان پریکړې عملي کړو».

نور خبرونه

رادیو