امنیت شورا: د طالبانو وروستۍ پرېکړه میلیونونه مېرمنې له روغتیايي خدمتونو بې برخې کوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۴

د اسوشییتید پریس اژانس د خبر له مخې دملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د طالبانو د وروستۍ پریکړې په اړه ژوره اندیښنه ښودلې، چې مېرمنې او نجونې یې له منځنیو طبي زدکړو منع کړې.

امنیت شورا ویلي چې له دې سره به راتلونکي کې میلیونونه ښځې او نجونې له روغتیا خدمتونو بې برخې شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون «د لیندۍ ۲۳مه» د طالبانو په واکمنۍ کې پر بشري حقونو د "زیاتېدونکو محدودیتونو" په اړه نیوکه وکړه.

په یوه پرېکړه لیک کې چې د اکثریت رایو سره تصویب شو، امنیت شورا نه یوازې د طبي زدکړو پر بندیز وغانده بلکې د طالبانو د "امربالمعروف" نوي قانون سره هم مخالفت وکړ او دا یې د مېرمنو د فردي ازادیو پرضد وباله.

دغه پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې دنده هم د ۱۴ میاشتو لپاره غځولې، چې پر طالبانو د بندیزونو څارنه کوي.

د امنیت شورا په دې اقدام سره به طالبان تر یوه بل کاله د ملګرو ملتونو له بندیز سره مخ وي.

د دغې کمیټې په بندیزونو کې د شتمنیو ګنګل، د سفرونو بندیزونه او له یادې ډلې سره پر تړاوو لرونکو کسانو باندې د وسلو بندیز هم شامل دي.

طالبانو په درې نیمو کلونو کې د ښځو په وړاندې لږ تر لږه ۷۰ فرمانونه او لارښوونې صادرې کړې او ښځې یې له عمومي او ټولنیز ډګره حذف کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په په وروستۍ فرمان کې د طبي موسسو کې د ښځو پر زدکړو بندیز ولګاوه.
په ورته مهال نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دې پرېکړې د ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

نور خبرونه

رادیو