امریکا وايي د طالبانو فرمانونو د افغان ښځو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو تبعیضي فرمانونه وغندل.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي، چې دې حکمونو د افغان مېرمنو او نجونو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
بلېنکن ټینګار وکړ، چې «په ټولنه کې د ښځو بشپړ، مساوي او معنا لرونکي ګډون یوازې د مساواتو مسله نه ده، بلکې دا د هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره یو اړین کار دی.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغان ښځو او نجونو سره د خپل هېواد پر کلک ملاتړ ټینګار کړی دی.
طالبانو په درې نیمو کلونو کې د ښځو په وړاندې لږ تر لږه ۷۰ فرمانونه او لارښوونې صادرې کړي او ښځې یې له عمومي او ټولنیز ډګره حذف کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ طالبانو په طبي موسسو کې د ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
په ورته مهال نړۍوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دې پرېکړې د ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

نور خبرونه

رادیو