د بشري حقونو نړۍواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې افغان مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۰

نن د ډسمبر لسمه د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو له‌خوا د بشري حقونو نړۍواله ورځ نومول شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان د نورو ادارو سره په همغږۍ د دغې ورځې په درشل کې ویلي، چې د نجونو او مېرمنو له هغو بنسټیزو حقونو به ننګه او ملاتړ کوي چې طالبانو له هغوی تروړلي دي.
دغه بنسټ د سې شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۰مه) په خپرې شوې اعلامیه کې چې د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په پار یې خپره کړې ویلي: «واک ته د طالبانو د رسېدو سره هم‌مهاله د افغان مېرمنو او نجونو ټول بنسټیز حقونه تروړل شوي او لا هم دغه ډله هڅه کوي، چې ښځې له ټولو ټولنیزو برخو څخه لرې او یا څنډې ته کړي.»
دغه بنسټ وایي، هغه څه چې نن سبا یې طالبانو د مېرمنو د حقونو په تړاو ترسره کوي، د دوی ټول کړه وړه څرګند بشري جنایت دی او باید مخه یې ونیول شي.
د افغان مېرمنو د حقونو دغه ملاتړي سازمان ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې د یوې ترهګرې ډلې تر اغېز لاندې راغلې او که مخه یې و نه نیول شي؛ نو د هغوی راتلونکی ورسره نور هم ځپل کېږي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دغې ترهګرې ډلې په تېرو درېیو کالو کې د ښځو له ځورولو، کړولو نه نیولې بیا تر جنسي تېریو او مرموزو وژنو پورې نارواوې کړي چې نه په انساني ټولنه کې ساری لري او نه هم په اسلامي ټولنو کې.
د مېرمنو د حقونو دغو فعالانو په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې دې له بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د سرغړونو مخه ونیسي او سرغړونکي دې نړۍوالو محکمو ته راکاږي.

نور خبرونه

رادیو