رینا امیري: بشري حقونو ته له لومړیتوب ورکولو پرته له طالبانو سره خبرې بې ګټې دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۶

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د پنجشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو تګلارې او کړنې نړۍوالو مکلفیتونو ته د افغانستان نه پاملرنه په ګوته کوي.
هغې وویل، بشري حقونو ته له لومړیتوب ورکولو پرته له طالبانو سره خبرې بې ګټې دي.

د طالبانو د هغه نوي فرمان په غبرګون کې چې په طبي موسسو کې یې د ښځو په زده‌کړو بندیز لګولی، رینا امیري په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «په تېرو درېیو کلونو کې، طالبانو ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو لکه زده‌کړې د پریکړې حق، ازادي، سفر کول، او ان په عامه ځایونو کې له خبرو کولو منعه کړې دي.»
هغې وویل چې دغه تګلارې د جنسیتي توپیر یوه ښکاره بیلګه او له ټولنې څخه د ښځو د ایستلو هڅه ده.
اغلې اميري زياته کړه، چې د طالبانو له خوا د روغتيايي موسسو تړل د ميندو د درملنې په ګډون حياتي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى له منځه وړي.
نوموړې دغه پرېکړه ناانساني او د افغانو مېرمنو او ماشومانو ژوند ته ګواښ وباله او خبرداری يې ورکړ، چې دا ډول کړنې به د دغه هېواد راتلونکې له ګواښ سره مخ کړي.
د امریکا ځانګړې استازې ویلي چې د ښځینه ډاکټرانو د روزنې مخنیوی او د نارینه ډاکټرانو له خوا د ښځو او نجونو درملنه ناانساني او غیر منطقي ده.
د طالبانو دغه نوي فرمان په نړۍواله کچه وغندل شو. پر امریکا سربېره د جرمني او فرانسې په څېر هېوادونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان او د بشري حقونو سازمانونو دغه پرېکړه د «نه منلو وړ» او «ویجاړونکې» بللې ده.
د طالبانو مشر په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې له بندیزونو وروسته د لوړو او نیمه لوړو زده کړو ټولې موسسې تړلې دي.

نور خبرونه

رادیو