د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې له زده کړو منعه شوې دي.
هغه وايي، دغه بندیز باید په ټوله نړۍ کې د بیړنۍ اندېښنې موضوع وگرځي.
د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د چهارشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۴مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې له زده کړو منعه شوې دي.
هغه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زدهکړو د بندیزونو د لګولو په اړه باید ټول نړۍ وال بیړنۍ اندېښنې څرګندې کړي.
ښاغلي داوړ دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د دوشنبې په ورځ د یوه فرمان له لارې د افغانستان په ټولو طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه.
د ملا هبت الله دغه فرمان په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی، خو د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د «دودیز طب» پر اهمیت ټینګار وکړ.
نور جلال جلالي چین ته د خپل سفر پر مهال له طالبانو سره د «دوديز طب» په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اسلامي چارو کارپوهان او شنونکي وايي، طالبان له بشري حقونو، اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره په څرګند تقابل کې روان دي او له همدې امله یې د فرمانونو او اوامرو اطاعت نه یوازې واجب نه دی، بلکې د هېواد له ملي ګټو سره ستره جفا هم ده.
طالبانو درې کاله وړاندې تر امر ثاني پورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي، دوه کاله وړاندې يې د ثاني امر له مخې د نجونو لپاره د پوهنتون دروازې او درې ورځې وړاندې یې د ثالث امر له مخې د چټکو زدهکړو ښوونځي او د طبي زده کړو دروازې هم وتړلې.
سره له دې چې د افغانانو په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو په ځلونو له دغې ډلې غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې سخت دریځۍ بندې کړي، خو طالب چارواکي وایي چې دوی د اسلامي قوانینو او شریعت په چوکاټ کې خپلې چارې مخته بیایي.