په ننګرهار ولایت کې یو شمېر نجونو د اعتراض په ډول خپلې سپینې چپنې وسوځولې

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۴

په ننګرهار ولایت کې د انستیتیوتونو د تړل کېدو په غبرګون کې یو شمېر نجونو د اعتراض په ډول خپلې سپینې چپنې وسوځولې.

د طالبانو د مشر له دغه فرمان سره پرون او نن د ننګرهار په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیایي بنسټونو ډېری محصلینې خپلو انستیتیوتونو ته ولاړې او په اوښلنو سترګو او ویر یې له خپلو ملګرو د مخې ښې ترڅنګ د اعتراض په ډول خپلې سپینې چپنې او چېپټرونه هم وسوځول.
هدیه چې ننګرهار کې د یوه روغتیايي انستیتیوت د قابله ګۍ څانګې محصله وه او پرون یې د سپينو چپنو او چېپټرونو د سوځولو شېبه کې شتون درلود وایي، دا درد ان د چپنې په سوځولو هم نه شي بیانېدلی. د نوموړې په وینا: «طالبانو زموږ هیلې داسې وسوځولې لکه موږ چې خپلې چپنې وسوځولې.»
هغه زیاتوي: «د انجنیرۍ پوهنځي محصله وم، په ډېره سخته مې خپل ځان دې ته اماده کړو، چې حداقل له دې شته فرصته ګټه واخلم. که په نورو برخو کې د زده کړې او کار حق نه لرم نو د قابلې په توګه خو کولی شم درس ووایم، کار وکړم، خدمت وکړم، خو متاسفانه دا دروازه مو هم په مخ وتړل شوه او زما په څېر زرګونه نجونې یو ځل بیا ناهیلې شوې.»
هغه وېدیو ګانې چې له ننګرهاره په خواله رسنیو لاس په لاس شوي په کې ښکاري، چې نجونې د هبت الله له فرمان سره - سره هم، خپلو انستیتیوتونو ته تللي او په ژړا او سلګیو وایي، چې دروازه مه بندوئ خو په دې سره هم له انستیتیوت شړل کیږي.
فضا چې د طب پوهنځي د وروستي کال او وروستي سمستر محصله وه او له پوهنتون لېرې په نامعلوم حالت کې پاتې ده، اوس یې خور هم د نوموړې په برخلیک اخته شوه.
هغه په خواشینۍ سره وایي، چې پرون یې خور له انستیتیوت شړل شوې او د هغې د ژړا په لیدو سره یې ټيک دوه کاله وړاندې په همدې میاشت او شپو ورځو کې هغه سخت حالت سترګو ته ودرېد، چې په دوی او زرګونو افغان نجونو تېر شو.
فضا وایي: «دا ورځې په موږ هم لکه قیامت تېرې شوي او لا هم د یو ښه غږ په انتظار یوو.»
په دغو انستیتیوتونو کې یو شمېر داسې نجونې هم وې، چې د پوهنتونونو په بېلابېلو پوهنځیو کې یې زده کړې کولې او د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د روغتیایي نیمه لوړو زده کړو بنسټونو په لور راغلې.
شریفه چې پخوا د حقوقو او سیاسي علومو د دویم سمستر محصله وه او د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته یې روغتیایي نیمه لوړو زده کړو ته مخه کړه وایي: «زما دویم ځل دی چې له پوهنتون مې په دې ګناه چې نجلۍ یم، باسي. لومړی مې حقوق لوستل کله چې هغه نه منع شوم د کورنۍ په ټینګار مې قابله ګي پیل کړه. لومړیو کې مې ورسره لېوالتیا نه وه، خو ورو ورو پوه شوم چې بله چاره نه شته اخر به څه کوم. دا دی چې وروستي سمستر ته ورسېدم دا هم راباندې بند شو. او په داسې وخت کې راباندې بند شو، چې شل فیصده ازموینې مو نیمایي کې پاتې شوې.»
په ورته مهال د نجونو د زده کړو د حقونو فعاله شفیقه خپلواک وایي، رچې وغتیایي انستیتیوتونه د نجونو یوازینۍ هیلې وې او دا یوازېنۍ هیله هم ترې واخیستل شوه.
آغلې خپلواک له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې زیاته کړه: «دا ډېر ژور درد دی او ان زه خپل ځان هم داسې یو حالت کې نه شم تصور کولی. دا چې نجونې هر ډول غبرګون ښيي موږ یې نه شو قضاوت کولی، ځکه ظلم ورباندې روان دی.»
د زده کړو د حقونو فعاله شفیقه خپلواک هغو نجونو ته چې د طالبانو د پټ مشر هبت الله اخوندزاده د نوي فرمان قرباني شوي، په اشارې سره وایي چې جرأت له لاسه ور نه کړي، خپل فکر ژوندی وساتي، بلاخره دا وخت پای ته رسېږي.
نوموړې وویل: «که نجونې درس نه شي ویلی باید خپل فکر ژوندی وساتي، خپل جرأت او ډاډ له لاسه ور نه کړي. هره ممکنه لاره که ډېره کوچنۍ هم وي باید ویې لټوي. هر ښه او بد وخت تېریږي. باید په بیا بیا ځان ته ووایو که په ما کتابونه هم وسوځوې، مکتب هم بند کړې، پوهنتون هم بند کړې، انستیتیوت هم بند کړې خو زما فکر، زما، هویت، زما غږ له ما نه نه شې اخیستلی.»
اوس ډېری نجونې پوښتنه کوي، چې ایا طالبان به دې ته چمتو وي چې د ناروغۍ پر مهال خپلې ښځې نارینه ډاکټرانو ته یوسي؟
په همدې حال کې یو شمېر نړۍوالو روغتیايي ادارو هم د نجونو پر مخ د روغتیایي انستیتیوتونو د تړل کېدو په اړه په اندېښنې سره ویلي، چې دا بندیز به د ښځو د روغتیا لپاره خطرناکې پایلې ولري.
طالبانو داسې مهال د نجونو په روغتیایي نیمه لوړو زده کړو هم بندیز ولګاوه، چې لا هم د افغانستان په ډېرو لېرې پرتو کلیو او سیمو کې ښځینه ډاکټرانې نه شته او روغتیایي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله ډېری ښځې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. ‎

نور خبرونه

رادیو