له طالباني حجاب پرته له حکمتیار سره د ښځو ناسته

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۳

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر له یو شمېر افغانانو سره وکتل.

له دې غونډې څخه په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې نوموړی له هغو ښځو سره خبرې کوي، چې جامې یې د طالبانو له ټاکل شوي معیارونو سره برابرې نه دي.

د افغانستان د حزب اسلامي تر نظر لاندې د شهادت وېبپاڼې له یو شمېر افغان ځوانانو سره د ګلبدین حکمتیار د ناستې انځورونه خپاره کړل.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه غونډه د يکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۱مه) جوړه شوې وه.

د دې غونډې د جزییاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر په داسې حال کې له دغو ښځو سره کتلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر پوښښ پراخ بندیزونه لګولي دي.

ګلبدین حکمتیار تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د تحمیلي حجاب په لګولو نیوکه کړې وه.

هغه ویلي و: "د دې معلومولو لپاره چې کوم لباس حلال او کوم لباس حرام دي، موږ د قران کریم روښانه نصې ته اړتیا لرو."

په ۱۴۰۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې یو شمېر فرمانونه صادر کړل، چې په دغه فرمانونو کې د ښځینه ویاندویانو لپاره د ماسک کارول جبري شو.

همدا راز، په همدې کال د طالبانو یو بل حکم هم صادر شو، چې له مخې یې ښځې باید له سترګو پرته خپل بدن او مخ پټ کړي.

طالبانو له دې مخکې چادري یا بورقه د افغان کلتور د یوې برخې په توګه او د حجاب غوره بېلګه ګڼلې وه.

نور خبرونه

رادیو