د طالبانو د ټولګټو وزارت پلاوی د نړۍوالې ټولنې ۳۴‌مه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ډلې د ریل پټلۍ د معین په مشرۍ یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ د نړۍوالې اتحادیې په ۳۴مه سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته په سفر تللی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي پلاوی د ترکیې په رسمي بلنه یادې غونډه کې ګډون کوي.
د طالبانو پلاوی تېره شپه ترکیې ته رسېدلی او په دې غونډه کې به د اتحادیې د کلني راپور له وړاندې کولو وروسته د اورګاډي او ټرانسپورټي فعالیتونو د ښه والي، د پانګونې د جلبولو او د سیمې د هېوادونو د وروستیو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د ریل پټلۍ معین به په یاده غونډه کې د افغانستان د ریل پټلۍ د فعالیتونو، لاسته راوړنو، په افغانستان کې تر کار لاندې د اوګاډي پټلۍ پروژې، د سیمه‌ییزو کرښو نښلولو، د ریل پټلۍ شبکې د پرمختګ او د راتلونکو پلانونو په اړه وینا وکړي.
یو ای سي د ریل پټلۍ د ښه والي او د رېل پټلۍ د پراختیا په برخه کې یوه نړۍواله مسلکي اتحادیه ده، چې افغانستان د ۲۰۱۳ کال راهیسې د دغې اتحادیې غړیتوب لري.
که څه هم چې دغه ډله تر دې مهاله د نړۍ د هېڅ یو هېواد له‌خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې؛ خو ځیني سیمه‌ییز هېوادونو یې کله نا کله په داسې غونډو کې د ګډون بلنه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو