د امریکا د کډوالۍ فدراسیون وايي، د هغو افغانانو شمېر چې د پاناما-کولمبیا پر پوله له یوې مهمې لارې څخه امریکا ته د رسېدو لپاره تېرېږي، د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.
د دغه بنسټ په وینا، له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغان کډوالوو شمېر پام وړ زیات شوی دی.
د دغه راپور له مخې، د سې شنبې په ورځ خپور شو، د افغانانو شمېر له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ پورې له ۹۸ تنو څخه په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو کې ۸۲۹۴ تنو ته لوړ شوی دی.
امریکا ته د کډوالۍ دا د پام وړ زیاتوالی په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال رامنځته شوی.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر اته مېلیونه ډیر کسان له افغانستانه وتلي دي.
دغه "ډلهییزه کډوالي" بې سارې بلل شوې ده.
د امریکا د کډوالۍ د اصلاحاتو فدراسیون په تېرو څلورو کلونو کې (۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴)او د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ کلونو پرتله د ډارین درې له لارې د کډوالۍ زیاتوالي ته کتنه کړې ده.
دغه راپور همداراز له چین او ایران څخه امریکا ته په قاچاقي ډول د پناه غوښتونکو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکوي.
په همدې موده کې د چينايي اتباعو شمېر له ۲۹۹ څخه ۳۹۹۲۱ تنو ته، د ايرانيانو شمېر له ۱۴ څخه ۹۳۵ او د سورييانو شمېر له ۲۸ څخه ۷۶۲ تنو ته لوړ شوی دی.
په دغه راپور کې په ځانګړې توګه د افغانستان او چین د وګړو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.
په امریکا کې د افغان کډوالو په اړه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې امریکایي ځواکونو د امریکا د ټاکنو په ورځ د یوه افغان د تروریستي حملې مخه ونیوله.
یو شمېر امریکايي سناتوران اندېښمن دي، چې د چین حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو کډوالو په واسطه جاسوسي کوي.