د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې یې پر یوه کس له هغه وروسته د «حد قذف» حکم عملي کړ او ۸۰ دورې یې وواهه، چې پر بل تن یې د “زنا” کولو تور په ثبوت نه شو کړای.
د طالبانو ستره محکمه وايي، نن چهار شنبه د (لیندۍ ۷مه) یې د پروان ولایت د مرکز چاریکار ښار په یوه ورزشي لوبغالي کې یو کس چې پر بل کس یې د زنا تور پورې کړی و او خپله ادعا یې په ثبوت ونه رسوله په عام محضر کې ۸۰ دورې وواهه.
د سترې محکمې د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د عیسی خان په نوم یو تن پر عبدالرازق د زنا ادعا کړې وه؛ خو عیسی خان د طالبانو په درې ګونو محاکمو کې پر عبدالرازق د زنا ادعا په ثبوت ونه رسوله.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر مدعي د طالبانو د درې ګونو محاکمو له لوري د «حد قذف» حکم صادر شو.
د دغې ډلې ستره محکمه وايي، چې د دغه حکم د عملي کولو قضیه د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده تر تایید وروسته عملي شو او مدعي یې د عامو خلکو د سترګو په وړاندې ۸۰ دورې وواهه.
حد قذف: پر درواغ ویونکي د حد جاري کولو هغه سزا ده، که یو کس پر بل کس د زنا او یا هم لواط تور پورې کړي او بیا خپل دغه تور په ثبوت ونه شي رسولی، وروسته همدغه ادعا کوونکي کس ته ۸۰ دورې سزا ورکول کېږي.
طالبانو په دې ورستیو کې د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو د غبرګونو سربېره په عام محضر کې د بدني سزاګانو ورکولو لړۍ دوام داره ساتلې او نېږدی هرو دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو یا څو کسانو ته بدني سزاګاني ورکوي.