د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې پچه وګټله او لومړی توپ وهنه کوي

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځینو درې اړخیزو سیالیو د لوبلړۍ د پایلوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی توپ وهنه کوي.

دغه سیالۍ چې د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب د نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شوې وې، نن یې پایلوله د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ده.
افغان لوبډلې په دغې لوبلړۍ کې ټولې څلور لوبې کړې، چې درې یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.
په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې د پاکستان پر وړاندې دوه لوبې کړې، چې یوه یې د سلو منډو په توپیر ګټلې او بله یې بیا وبایلوده.
له بل پلوه له متحده عربي اماراتو سره هم دوه لوبې شوې دي، چې دواړه لوبې افغان لوبډلې ګټلې دي.
په ننۍ لوبه کې په افغان لوبډلې کې فیصل شینوزاده، محبوب تسکین، عزیرالله نیازی، برکت ابراهیمزی، حمزه علي خېل، نظیف الله امیري، نصرت نورستاني، الله محمد غضنفر، عبدالعزیز او نصیر معروف خېل لوبېږي.

نور خبرونه

رادیو