د هند کرېکټ غوره لیګ د ۱۸‌م پړاو لپاره د لوبغاړو د اخیستلو بولي ترسره کېږي

۵ ساعتونه مخکې

د هند کریکټ غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) د اتلسم پړاو لپاره د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ په څلورمه) نېټه د لوبغاړو د اخیستلو بولي پیلیږي.

د ای پي اېل د ۲۰۲۵ کال لوبې چې د نړۍ په کچه تر ټولو سترې سوداګریزې سیالۍ دي د یکشنبې او دوشنبې په ورځو ورته د نړۍ د بېلابېلو لوبډلو څخه لوبغاړي اخیستل کېږي.
دغه بولي به د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د جدې په ښار کې پیل او تر دوشنبې ورځې به دوام ولري.
د ای پي اېل د دغو سیالیو لپاره ۵۷۴ تنه لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کېږي، چې له هغې ډلې څخه به د لوبډلو خاوندان ۲۰۴ تنه لوبغاړي غوره او وپېري.
د افغان کرېکټ بورډ سرچېنې وایي، چې د ۲۰۲۵ کال د ای پي اېل سیالیو لپاره ۱۸ تنه افغان لوبغاړي هم ټاکل شوي چې یو شمېر یې وار د مخه په دغه لیګ کې لوبېدلي دي او ځیني نوي افغان لوبغاړي به هم په دغه لیګ کې واخیستل شي.
دغې سرچینې وویل، چې افغان کرېکټ لوبغاړی راشد خان به د پخوا په څېر د خپلې پخوانۍ لوبډلې سره یو ځای شي.

نور خبرونه

رادیو