د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزه لوبلړۍ په څلورمه لوبه کې افغان لوبډلې د ۸ ويکټو په توپير متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه.
افغان ۱۹ کلن به د سې شنبې په ورځ له پاکستان سره پايلوبه تر سره کړي.
د متحده عربي اماراتو په کوربه توب، کوربه لوبډلې د نننۍ لوبې پچه وګټله او د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
متحده عربي اماراتو لوبډلې په ۳۶،۳ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۸۹ منډې هدف وټاکه.
د افغان کرېکټ لوبډلې په توپ اچونه کې نصير خان معروف خېل درې، عبدالعزیز خان، روح الله عرب او خاطر خان ستانکزي دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې په ۲۱،۲ اور کې د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او د ۸ ويکټو په توپير يې کوربه هېواد متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه.
افغانستان په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې څلور لوبې ترسره کړې، چې دوې یې له متحده عربي اماراتو او یوه يې له پاکستان څخه په لوړ توپير ګټلې خو یوه يې پاکستان لوبډلې ته بايللې ده.
د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د یو ورځنیو لوبو د دې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ د سې شنبې په ورځ د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.