په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ خبرې شوې دي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت دشنبې په ورځ وویل چې د دغې ډلې استازو په تورخم کې له پاکستاني سرحدي ساتونکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مساپرو او ټرافیک پر ستونزو خبرې کړې دي.

په تورخم کې د طالبانو کمیسار له پاکستانه وغوښتل چې د مساپرو او په ځانګړې توګه د ناروغانو ستونزو ته پام وکړي.

د طالبانو د کډوالو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغې ډلې او پاکستان د سرحدي استازو ترمنځ د لړم په ۳۰مه په تورخم کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د ستونزو په اړه ګډه غونډه وشوه.

په ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو چارو ریاست د سرحدي لوا قوماندان بخت جمال ګوهر د دواړو لورو ترمنځ پر «متقابل احترام، ښه ګاونډیتوب او د مثبتو اړیکو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ» او ویې ویل چې دا ډول همکارۍ د دواړو هېوادونو د پرمختګ لامل کېږي.

دغه خبرې په داسې حال کې کېږي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د تورخم، ډنډ پټان او سپین بولدک په ګډون په پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ څو ځلې نښتې شوې دي.

د همدغو کړکېچونو له امله د تورخم لاره څو ځلې تړل شوې او سوداګرو او ناروغانو ته يې ستونزې پيدا کړې دي.

نور خبرونه

رادیو