د داعش خراسان څانګې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې په یوه زیارت کې د لسو کسانو د وژلو مسوولیت ومانه.
طالبانو پرون ویلي و چې د دې برید په تړاو یې څو شکمن کسان نیولي دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر دغه وژنه غندلې او له طالبانو یې د بشپړو پلټنو غوښتنه کړې ده.
تر دې برید نږدې ۳۰ ساعته وروسته داعش ته نږدې اعماق د یوه پیغام خپرولو سره ویلي چې دې ډلې د دغو کسانو د وژلو مسوولیت منلی دی.
د داعش په اعلامیه کې د وژل شویو کسانو شمېر لس ښودل شوی دی.
ناپېژاندو وسلهوالو وړمه شپه ۱۱ کسان د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ یوه زیارت کې په ډزو ووژ.
د سرچینو په وینا، دغه کسان د نهرین په شهر کهنه کې د سیدپادشاه په زیارت کې چې «په ذکر بوخت وو، وژل شوي دي.
په بغلان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ له دې پېښې څو ساعته وروسته د ۱۱ کسانو وژل تایید کړل او ویې ویل د دغه برید په تړاو څو مشکوک کسان نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.