محقق: په سیمه کې ترهګري ځکه پراخه شوې چې په افغانستان کې ترهګرو ته پناه ورکړل شوې

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د شیعه مذهبو په موټریز کاروان د برید په غبرګون ویلي، چې په سیمه کې ترهګري او افراطیت ځکه پراخه شوې چې په افغانستان کې ترهګرو ته پناه ورکړل شوې ده.

نوموړي پر اېکس یو پیغام کې طالبانو ته په اشارې سره لیکلي، چې یادې ډلې د ترهګرو په ملاتړ سره د ترهګرۍ او افراطیت لمن پراخه کړې ده.
د ښاغلي محقق په خبره، د ترهګرو ملاتړ د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره لوی ګواښ دی.
د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د شیعه مذهبو په موټریز کاروان چې له پاړه چناره پېښور ته په لاره و، وسله‌وال برید وشو.
په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان ووژل شول او شاوخوا همدومره نور ټپیان شوي دي.
دا برید له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د دغې پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی؛ خو په کورمې ولسوالۍ کې له ډېر وخت راهیسې د شيعه او سوني مذهبو تر منځ جګړه روانه ده، چې دواړو لوريو ته په کې تر اوسه د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.
د راپورونو له مخې، پرون هم په دغه سیمه کې یو ځل بیا نښتو زور واخیست او تر دې دمه پکې ۴۳ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.
د پښتونخوا کورمې ولسوالۍ د پاړه چنار سیمو ځینو اوسېدونکو نن شنبې (د لیندۍ ۳مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کورمې بګن بازار، شلوزان او علیزی سیمو کې د ځايي اوسېدونکو کورونه او مارکېټونه په مکمل ډول سوځول شوي دي.
د یو شمېر سیاستوالو په باور، د پاکستانی ریاست د شیعه او سني په نوم پښتانه سره جنګوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر بیا د دې پېښې په غبرګون ویلي، چې درې ورځې وړاندې د پښتون جرګې پلان درلود، چې کورمې ته ولاړ شي ترڅو د دایمي سولې لپاره هڅې پیل کړي، خو په همدې ورځ په کوهاټ کې دولتي ادارو جرګه له تګ څخه منع کړه.
د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي چې د ټول پښتون کمربند سلګونه مشران راټول کړي او په کورمې کې د دایمي سولې او ورورولۍ لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.

نور خبرونه

رادیو