د لبنان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اسراییل د هوایي بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپيان دي.
د دغه وزارت په خبره، لومړی برید په مرکزي بېروت کې شوی او په کې ۱۵ تنه وژل شوي. دویم برید بیا بعلبک ښار ته نږدې شوی چې په دې پېښه کې هم ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دواړو پېښو ټپيان اویاوو کسانو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل پوځ بیا ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د حزب الله اړوند څو مرکزونه په نښه کړي دي.
دا له تېرې یوې اونۍ راهیسې د بېروت په مرکزي سیمو کې د اسراییل څلورم هوایي برید دی.
د اسراییل پوځ د سپټمبر په میاشت کې د لبنان د حزب الله په وړاندې پراخ بریدونه پیل کړل، چې له هغه وخت راهیسې اسراییل د لبنان په پراخو سیمو هوایي بریدونه کړي او په ترڅ کې یې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوړولې ده.
د لبناني چارواکو د راپورونو له مخې، د لبنان په روانو جګړو کې تر اوسه څه باندې ۳۵۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا یو میلیون کسان بې ځایه شوي دي.
له دې سره، اسراییلي ځواکونو د جمعې په ورځ هم د لبنان پر سویل او د پلازمینې بېروت په څنډو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې لږ تر لږه پنځه ډاکټران ووژل شول.
که څه هم څو ورځې مخکې د جي ۲۰ هېوادونو مشرانو په برازیل کې له دغې سرمشریزې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې په غزه او لبنان کې د اوربند غوښتنه وکړه، خو د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د لبنان د اوربند سربیره به اسراییل د حزب الله پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.