د ناټو عمومي منشي په فلوریډا کې له ټرمپ سره وکتل

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۳

د ناټو عمومي منشي مارک روټ د جمعې په ورځ په فلوریډا کې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل.

د ناټو یو ویاند د شنبې په ورځ وویل، چې په دې غونډه کې "د ناتو پر وړاندې پر بېلابېلو نړیوالو امنیتي مسلو خبرې وشوې."

تر دې مخکې د ناټو عمومي منشي ویلي و، چې غواړي له ټرمپ سره وګوري څو د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د اړیکو له امله د پر مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرې وکړي.

د ټرمپ بیا انتخابېدو په اروپا کې اندیښنې راپورته کړې چې ښايي هغه له اوکراین سره مهمې پوځي مرستې بندې کړي.

د ناټو متحدین وايي، چې د مسکو پر وړاندې په جګړه کې د کییف ملاتړ د اروپا او امریکا د امنیت لپاره حیاتي دي.

ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې اروپا مجبوره کړه چې دفاعي لګښتونه زیات کړي.

تر دې مخکې فرانس پرېس د ډېپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي وو، چې د ناټو او اوکراین د شورا بیړنۍ غونډه به د نومبر په ۲۶ جوړه شي.

د راپور له مخې، په راتلونکې غونډه کې به د اوکراین پر وړاندې د روسیې له خوا د سوپرسونیک توغندیو د کارولو په اړه خبرې وشي.

د ناټو عمومي منشي په دې وروستیو کې په بوداپست کې د اروپايي مشرانو په یوه غونډه کې وویل: "هغه څه چې موږ وینو هغه دا دي چې شمالي کوریا، ایران، چین او روسیه په ګډه کار کوي او د اوکراین پر ضد ګډ عمل کوي."

هغه وویل، چې هغه د ډونالډ ټرمپ سره لیدنې ته سترګې په لار دی ترڅو د ګواښونو سره په ګډه د چلند څرنګوالي په اړه بحث وکړي.

نور خبرونه

رادیو