د برېتانیا د شمال لوېدیځ برخې ادارې وایي، چې په دې هېواد کې بېرټ توپان الوتنې ځنډولي او په ډېرو سیمو کې یې برېښنا هم پرې کړې ده.
رویټرز خبري اژانس د برېتانیایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د شنبې په ورځ بېرټ توپان په دغه هېواد کې د سختو بارانونو، واورو او تېز بادونو لامل شو، چې له امله یې یو کس مړ شوی هم دی.
د راپور له مخې، دغو توپانونو د الوتنو د ځنډولو ترڅنګ ډېرې لویې لارې هم بندې کړي دي.
له دې سره، ایراني رسنیو بیا راپور ورکړی، دغه توپان چې د جمعې په سهار پیل شول د اته زره کورونو برېښنا یې پرې کړه.
اړوندو چارواکو ویلي، د شپږ زره کورونو برېښنا یې بیرته وصل کړې ده، خو شاوخوا دوه زره کورونه تراوسه هم له برېښنا څخه بې برخې دي.
د برېتانیا سیمه ییزو چارواکو د شدیدو بارانونو د دوام خبرداری هم ورکړی دی.
برېتانیا له هغو هېوادونو بلل کېږي، چې تل د فصلي توپانونو له امله په کې خونړي سېلابونه راوځي.