د افغان خبريالانو مرکز: طالبانو په یوه کال کې د ۱۲ ټلویزيونونو فعالیتونه بند کړي

۱۰ ساعتونه مخکې

د افغان خبريالانو مرکز د ټلویزيون نړیوالې ورځې په مناسبت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې طالبانو په تېر يو کال کې د ۱۲ ټلویزیونو فعالیتونه بند کړي دي.

دغه مرکز ويلي، چې طالبانو په همدې موده کې د رسنيو ۳۰ کارکوونکي او خبریالان زنداني کړي، چې ۷ تنه لا هم په بند کې دي.

د افغان خبريالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ د ټلویزيون نړيوالې ورځي په مناسبت په خپله اعلاميه کې ویلی، چې طالبانو په تېرو درېيو کلنو کې ۲۱ رسنيزې کړنلاې صادرې کړې، چې په عمل کې د رسنیو له قانون سره سمون نه لري.

د خبريالانو مرکز ويلي، چې په ملي ټلویزیون کې د ښځو پر کار بنديز، د ټلویزیون پر پرده د ښځو نه ښکاره کېدل، د فلمونو، سريالونو نه خپرېدل، پر ښځينه خبريالانو ماسک جبري کول، په افغانستان کې د نړيوالو ټلويزيونونو پر خپرونو بنديز، په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو نه ترسره کېدل او ورته نور بنديزونه د طالبانو په دغه رسنيزو کړنلارو کې شامل دي.

د خبریالانو مرکز زياتوي، چې د طالبانو په ۱۶ نورو رسنيزو کړنلارو کې هم سخت محدودیتونه ټاکلي دي.

دغه مرکز ليکلي: «په ۱۶ نورو کړنلارو کې لاریون او مدني اعتراضونو ته رسنيز پوښښ نه ورکول، اطلاعاتو ته سخت لاس رسی، د حکومت په توګه د طالبانو معرفي کول، په رسنیو کې د موسیقۍ خپرولو منع کول، په رسنیو کې د ښځو او نارینه وو جلا کول، له نارینه وو سره د ښځو مرکې او برعکس یې، د طالبانو له مخالفانو او منتقدینو سره پر مرکو بندیز، د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو منځپانګو درلودونکو سوداګریزو اعلانونو پر خپرولو بندیز، پر طالب چارواکو د نیوکې منع کول، جلا وطنه رسنیو سره پر کار بندیز او نور شامل دي.»

د خبريالانو مرکز د خپلو موندنو پر اساس وايي، چې که رسنۍ او خبريالان د طالبانو دغه امرونه عملي نه کړي، له ګواښ او بند سره مخ کيږي او یا یې هم رسنيز فعاليت بنديږي.

دوی وايي، چې د طالبانو د همدې فرمانونو د نه عملي کولو پر اساس دې ډلې په بېلابيلو ولایتونو کې ‍۱۲ ټلویزیونونه تړلي او له دې جملې يې یوازې یوه ټلویزیون ته د بیا فعالیت اجازه ورکړې.

د خبريالانو دغه بنسټ زياتوي، چې په همدې موده کې طالبانو ۳۰ خبریالان او د رسنيو کارکوونکي نيولي او زنداني کړي دي، چې دا مهال ۷ تنه لا هم د دوی په بند کې دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د ټلویزیون نړيوالې ورځې په مناسبت له طالبانو وغوښتل، چې د ازادو رسنیو ارزښت ته په پام پر خپلو رسنيزو کړنلارو غور وکړي او د رسنيو د قانون په چوکاټ کې د خبریالانو کار او فعالیت ته درناوی ولري.

نور خبرونه

رادیو