ندیم: له علم سره د خلکو دنیا او اخرت جوړېږي او امربالمعروف هم د علم له لارې ترسره کېږي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، چې له علم سره د خلکو دنیا او اخرت جوړېږي او امربالمعروف او نهې عن المنکر هم د علم له لارې ترسره کېږي.
نوموړی وایي، چې ملت او نظام مسلکي او لوستو کسانو ته اړتیا لري.

ندیم دغه خبرې په زابل ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې وکړې او دغه راز یې له محصلینو وغوښتل، چې خپلو زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړي.
په دې غونډه کې چې د زابل ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم برخه اخیستې وه، په جلا جلا ویناوو کې یې وویل، چې افغانان اوسمهال دیني او عصري علومو ته اړتیا لري.
د دوی په خبره، افغانستان د ټکنالوژۍ په برخه کې له نورو هېوادونو څخه لسګونه کاله وروسته پاتې دی او اوس باید د دیني او عصري زده کړو له لارې له نورو سره سیال شي.
دغه طالب چارواکي په داسې حال کې د زده کړو د ارزښت په اړه خبرې کوي، چې پر افغانستان د ډلې له واکمنېدو راهیسې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو له بندېدو سره - سره په ټولو ښوونیزو مرکزونو کې غصري زده کړو ته پاملرنه کمه شوې ده.
د یو شمېر افغانانو په خبره، طالبان اوسمهال د ښوونځيو او پوهنتونونو په پرتله مدرسو ته پاملرنه زیاته کړې ده او له عصري علومو فارغ ځوانان یې له دندو لېري کړي او ان پر ځينو مسلکي برخو يې هم ملایان ګومارلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د هند او بنګله دېش له یو شمېر دیني‌عالمانو سره ناسته کې ویلي، چې دوی هڅه کړې اسلام په سمه بڼه خلکو ته ورسوي او په همدې موخه یې مدرسې تقویه کړي او په ښوونیز نصاب کې یې هم د پام وړ اصلاحات راوستي دي.
د یادولو ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د روان کال د وږي په میاشت کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي و، چې په ټول هېواد کې ۲۱ زره ۲۵۷ «د اسلامي زده کړو» مرکزونه فعالیت کوي، چې په دغو مرکزونو کې ټولټال درې ميليون ۶۸۷ زره او ۲۰۰ زده کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.
یو شمېر هېوادوال بیا د دیني مدرسو د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي او وایي، چې په هېواد کې دیني مدرسې افراطیت ته زمینه برابروي.
خو طالب چارواکو بیا په وار - وار ویلي، چې د ښوونځيو او مدرسو تر منځ واټن له منځه تللی دی او هېڅوک نه شي کولی د ښوونځي، مدرسې او د طالب او محصل ترمنځ واټن رامنځته کړي.
د مدرسې له نوم څخه د افغانانو په ګډون د نړۍ د ډېر شمېر هېوادونو وېره تر هغه وروسته زیاته شوې ده، چې په طالبي مدرسو کې له کلونو راهیسې زرګونه ځانمرګي بریدګر روزل شوي دي او د راپورونو له مخې؛ دا لړۍ همداراز دوام لري.

نور خبرونه

رادیو