‏د غزې په شمال کې د اسراییل په بریدونو کې ۶۶ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي

پرون

‏د غزې په شمال کې د اسراییل په بریدونو کې ۶۶ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.
اسراییلي پوځیانو د غزې په شمال کې د «کمال عدوان» روغتون ته څېرمه په «شیخ رضوان» سیمه کې استوګنیز کورونه بمبار کړل.

له بل پلوه ملګري ملتونه وايي، غزه د ماشومانو په هدیره بدله شوې، چې د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې پر فلسطیني سیمو د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷۴۰۰ ماشومان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په هرو ۳۰ دقیقو کې په غزه کې یو ماشوم وژل کېږي.
په بیت لاحیه کې د کمال عدوان روغتون مشر ډاکټر حسام ابو صفیه الجزیرې ټلویزیون عربي برخې ته ویلي، چې پر شمالي ښارګوټي د اسراییل له برید وروسته روغتون ته د لسګونو کسانو جسدونه راوړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ډېرى وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
د هغه په وینا، په بیت لاحیه کې د اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

نور خبرونه

رادیو