سوېلي کوریا د اوکراین جګړې ته د شمالي کوریا له خوا د استول شویو پوځیانو شمېر ۱۰ زره او ۹۰۰ ښودلی.
د سوېلي کوریا د پارلمان د استخباراتو کمیټې غړې پارک سون اوون وویل چې دغه ځواکونه د روسیې د هوايي او ځانګړو ځواکونو په رول کې د کرسک په سیمه کې ځای پر ځای شوي.
د چهارشنبې په ورځ د (لړم ۳۰مه) پارک سون اوون د سوېلي کوریا د استخباراتي ادارو په حواله وویل چې پیونګ یانګ د دغو پوځیانو په استولو سربیره د اوکراین جګړې ته د هاویټزر او توغندي ویشتونکو وسلو په ګډون نورې وسلې هم استولې دي.
د سوېلي کوریا دغې چارواکې ویلي چې د یاد هیواد د استخباراتو اداره د اوکراین جګړې ته د پیونګ یانګ د استول شویو سرتیرو د زیانونو او د احتمالي نیول کیدو په اړه څیړنې کوي.
تر دې مخکې سوېلي کوریا، امریکا او اوکراین ویلي و چې د شمالي کوریا شاوخوا لس زره سرتیري اوکراین ته د جګړې لپاره استول شوي.
په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سې شنبې په ورځ وویل چې په روسیه کې د شمالي کوریا د پوځیانو شمېر ښايي سل زرو ته لوړ شي.
د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د ځواکونو ګډون ظاهراً له ۱۰۰۰ ورځو وروسته په دې جګړه کې ستر بدلون رامنځته کړی دی.
د دغو ځواکونو له ځای پر ځای کېدو وروسته، امریکا اوکراین ته اجازه ورکړه چې د روسیې پر خاوره په لویو بریدونو کې د لېرې واټن ویشتونکی امریکايي توغندی وکاروي.
د روسیې د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې اوکراین د روسیې پر خاوره د امریکایي توغندیو پر مټ برید وکړ.
روسیې تر هغه وړاندې ویلي و، چې که پر دغه هیواد برید وشي، نو «مناسب او کلک» ځواب به ورکړي.